فراه نما دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....
| ||
|
پسرلی ته ! ته نابللـــی ئـــي میــلمه کلــــې تـه مــه راځـه نور نه یــم اوزګــارلمانځـم دي نه کلې ته مه راځه نور *** تــه وژونــدوته دګلـــونــونــه ئـــي ډک سپـــرلــیه زه شهېد پروت یم په کاله کلــې ته مـه راځــه نور *** ماته نوروز وي هغه ورځ چې د چـا څنګ کې ومه اوس رانــه هــېرې ده څیره کلــې ته مه راځه نور *** مــانه چـا واخیست سرګردانه پــسي ګرځـمه اوس مانه ورک شوی مي دی زړه کلې ته مه راځه نور *** دلته څوک نشته چې ستا رنګ کې د یار رنګ ووینې جــام ترینه ورک مــاته پیاله کلې ته مه راځـه نور *** شونډې مې پرې د وخت چړوکړې درته نشم خندای "پرهــــــــار" نه وه نکــړې ګیله کلې ته مه راځه نور ابراهیم (پرهار) نظرات شما عزیزان: |
|
[ طراح قالب : پیچک ] [ Weblog Themes By : Pichak.net ] |