فراه نما دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....
| ||
|
ترکيه کې د ګاز نيونې له كبله پنځه افغان محصلين مړه شوي لیکونکی شفيق هېوادپال په ترکيه کې د ګازنيونې له كبله پنځه افغان محصلين مړه شوي دي. د لوړو زده کړو وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش وايي، چې دغه محصلين د ترکيې په استانبول ښار کې پر زده کړو بوخت وو او تېره ورځ د ګاز نيونې له كبله مړه شوي دي. هغه زياته کړه، دوى به په دې اړه څېړنه وکړي، چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې او دغو محصلينو په کومه څانګه کې زده کړې کولې. په استانبول کې ډېری افغان محصلين له ګازي بخاريو کار اخلي. د يادونې ده، چې له لس زرو څخه زيات افغان محصلين، په بېلابېلو هېوادونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۳۷۶ محصلين په ترکيه او هند کې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې د افغان حکومت په لګښت زده کړې کوي. source: kilid نظرات شما عزیزان: |
|
[ طراح قالب : پیچک ] [ Weblog Themes By : Pichak.net ] |